د امریکا او برېتانیا پوځ تېره شپه یمن کې د حوثیانو څه باندې ۳۶ مرکزونه په نښه کړي.
دوی ویلي، چې یاده ډله سور سمندر کې د دوی په سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.
غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې امریکایي پوځيانو څو ځله یمن کې پر حوثیانو هوایي بریدونه کړي، خو په سوداګریزو کښتیو د حوثیانو بریدونه لا هم روان دي.

