د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم پداسې حال کې چې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي او د هلمند پوهنتون مشرتابه پلاوي يې ملتیا کوله، هلمند پوهنتون کې د سړکونو هوارکاري او د پیاده رونو او ګلدانونو جوړولو، د ۳۰ کیلو واټه سولري برېښنا جوړولو، د کتابتون د تجهیز، د دفتري اجناسو د تجهیز، د انجینري او کرهنې پوهنځيو د لابراتواري توکو د خریدارۍ، د ساختمانونو د ترمیماتو او د سرسبزۍ پروژې پرانیستې او دغه راز یې د حفظ او مراقبت، کمپیوټر لب او څېړنیز مرکز د تجهیز پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په یادو مراسمو کې سرپرست وزیر د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې دغه پروژې مهمې بللي او دغه راز یې د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د نورو همکاریو ډاډ ورکړی.

