د ټولګټو وزارت له لوري د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې د دوو استنادي ديوالونو کار د څه باندې ۱۰ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ او د ننګرهار ولايت د ټولګټو د رییس مولوي يار محمد محمدي، د يادو ولسواليو ولسوالانو او يو شمېر نورو سيمه اييزو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په يادو پروژو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د تور راغه په سیمه کې د ۲۵ متره په اوږدوالي او اووه متره په لوړوالي سره د يو استنادي دېوال د رغونې کار د څه باندې درې ميلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ شوی دی، چې رغنیزې چارې یې شاو خوا د ۴۰ ورځو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه راز د ياد ولایت د کوټ ولسوالۍ په عطا خان سيمه کې هم د ننګرهار ولايت د حلقوي سړک د تخريب د لا مخنيوي په موخه د ۱۲۰متره په اوږدوالي، ۷.۲ متره په لوړوالي او شاوخوا درې متره پلنوالي سره يو استنادي دېوال د څه باندې اووه ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ شوی، چې د رغونې کار یې د درې مياشتو په موده کې ترسره شو.
د يادونې وړده، چې د دې دېوالونو په رغونې سره به د دغو سړکونو د لا تخريب څخه مخنیوی وشي.

