د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د اوسلو موسسې له رییس او د دغه موسسې له یو شمېر چارواکو سره لیدنه کړې.
لیدنه کې د کرنې وزارت په همغږې د دې موسسې د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې اترې شوي.
مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ د کرنې وزارت له هر اړخیزې کړنلارې سره له ملي او نړيوالو موسسو سره د پروګرامونو په پلي کولو کې همکار دی.
د اوسلو موسسه په افغانستان کې په ۲۰۱۳ ام کال کې د پوهنې، کرنې، روغتیا او د خلکو د پیاوړتیا په برخو کې خپل کړنې پیل کړل، چې ۱۸ ولایتونه یې تر پوښښ لاندې دي.
د یادې موسسې رییس ویلي؛ موږ د خلکو لومړیتوبونو ته په کتلو د کرنې له وزارت سره په همغږۍ کار کوو، زموږ موخه د کورنیو او بزګرانو ملاتړ او ځواکمنول دي.
نوموړي د نوي کال لپاره د نوو پروژو د پلي کولو خبر هم ورکړی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مرکز او ولایتونو کې د خلکو په ځانګړې توګه له کروندګرو څخه د ملاتړ په موخه د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ د پروژو د پلي کولو زمینه برابره کړې ده.

