ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولانا فضل الرحمن: اسلامي امارت ټول نړیوال معیارونه پوره کړي او د رسمیت پېژندنې په موخه یې باید اقدام وشي

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ اسلامي امارت ټول نړیوال معیارونه پوره کړي او نړیوالو ته هم پکار ده، چې د رسیمت پيژندنې په موخه یې اقدام وکړي.

“زه له ټولې نړۍ غواړم چې د افغانستان اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژني. که څه هم چې اسلامي امارت په عملي ډول په رسمیت پېژندل شوی، د ټولو هېوادونو سفارتونه پرانیستي او په بهرنیو هېوادونو کې هم د افغانستان سفارتونه خپلې چارې مخته وړي.”

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان او افغانستان ګډ کلتور لري او دوه نه بیلیدونکي ګاونډیان دي.

دغه‌راز هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې به حل شي.

“زموږ سرحدات په داسې ډول یو له بل سره تړلي، چې قومونه، نسبونه، کلتور او ژبه مو پکې شریک دي او دواړه یو بل ته اهمیت لري.”

د پاکستان جمعیت علما ګوند مشر دغه راز زیاتوي؛ افغان کډوال پاکستان کې میلمانه دي او پکار ده، چې د ایستلو په موخه یې دواړه هېوادونه په ګډه یو میکانیزم جوړ کړي.

حسیب الله پذیري