ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۳ منصوري قول اردو لومړۍ پلې لوا څخه فارغ شوي منسوبین: په هر ډول شرایطو کې د ولس خدمت ته چمتو یو

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ پلې لوا له ښوونیز مرکز څخه ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنو بیلابیلو عقیدوي، مسلکي او نظامي زده کړو څخه تیره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د اسلامي امارت مسولینو په دغو مراسمو کې یادو فارغانو ته ویلي؛ تاسې د یو اسلامي او شرعي نظام د ساتنې او پایښت لپاره روزل شوي یاست، له خپل هېواد او سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړئ او د خپلو هېوادوالو خدمت په اخلاص او صداقت سره وکړئ.

همدا راز نویو فارغ شویو منسوبینو د نظامي زده کړو عملي نمایشات او مانورونه ترسره کړي او ډاډ یې ورکړی، چې په هر ډول شرایطو کې د ولس خدمت ته چمتو دي.