خوست کې د شاوخوا دوه زره مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو پروژې د ۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د خوست ولایت مرکز اړوند په خټکي، دري خیلو، خدرپیرانو او وزیانو کلیو او د سپیرې ولسوالي اړوند په افغان دوبی او کاڼي کلیو کې د شاوخوا دوه زره مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو د جوړولو پروژې د ۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د خوست ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالقیوم ثابت، په افغانستان کې د اف، اې، او سازمان رییس ریچارد ترانچارد او یو شمیر سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې پروژې د اف، اې، او سازمان په مالي ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي شوې، چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

