امریکایي، انګلیسي او سره بحیره کې د یمن د حوثي وسلوالو پر وړاندې د جوړ شوي ائتلاف د نورو غړو هېوادونو ځواکونو نن شنبې او پرون د هوایي بریدونو او توغندیو پر مټ د یمن په خاوره کې د دغې ډلې په ۱۶ مرکزونو کې ۶۰ اهداف په نښه کړي، چې د حوثي وسلوالو سخته غوسه یې راپارولې ده.
د حوثي وسلوالو یو ویاند ویلي، چې ځواکونو یې د برید کوونکو لومړی پوځي ځواب ویلی او ډېر ژر به د غچ اخیستو لپاره سیمه کې خپل عملیات پراخ کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر یمن د امریکا او برېتانیا د بریدونو په غبرګون کې ویلي؛ دا دوه هېوادونه غواړي چې سور سمندر د وینو په سمندر بدل کړي.
د راپورونو پر اساس؛ اردوغان زیاته کړې چې امریکا او برېتانیا یمن کې نابرابره ځواکونو ګټه اخیستې او دا هغه کړنه ده، چې اسرائیل یې په غزه کې ترسره کوي.
سره بحیره کې دغه اختلافونه وروسته ترهغې پیل شو، چې حوثي ډلې د حماس پر ملاتړ په سره بحیره کې د اسرایلو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو کښتۍ په نښه کړې.
د ځينو رسنیو د راپورنو په اساس امریکا او ملګرو یې دغه بریدونه د اسرائیلو پرملاتړ ترسره کړي دي.

