ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: نور باید افغانستان ته په جګړه کې د ښکېل هېواد په نظر ونه کتل شي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ لیدنه کړې.

 په دې ناسته کې د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او افغانستان سره د چین پر بشري مرستو خبرې شوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چین سره د افغانستان اړیکې مثبتې بللي او په سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو کې یې له افغانستان څخه د چین له ملاتړ مننه کړې.

مولوي امیرخان متقي ویلي؛ افغانستان ته باید په جګړه کې ښکېل هېواد په نظر ونه کتل شي او په دې اساس د اضافي ځانګړو استازو د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.

د چین سفیر په بیجینګ کې د چین د رهبرۍ او دیپلوماتانو وروستیو ناستو کې د چین د دریځ په اړه ویلي؛ د نړۍ ګډ راتلونکي لپاره مهمه ده داسې څو اړخیز نړیوال نظم رامنځ ته شي چې واړه او لوی هېوادونه ټول پکې په مساوي ډول خپلې ګټې وساتلای شي.

د چین سفیر زیاته کړې؛ د چین د بهرني سیاست د اصولو په رڼا کې غواړي‌ افغانستان سره داسې اوږد مهاله ملګرتیا ته دوام ورکړي چې پکې د دواړه اړخونو ګتې تضمین شوي وي.

ژاو شینګ هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خپل حکومت له اړخه ۱۰۰ میلیونه یوان مرستې ژمنه کړې، چې له افغان حکومت سره به په همغږۍ د کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره وکارول شي.