د میدان وردګو ولایت په نرخ، چک، جلریز، جغتو او سید اباد ولسوالیو کې د پینځه چکډمونو د جوړولو چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریيس مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو چکډمونو ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ چې اسلامي امارت د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې له ولس سره کړیو وعدو ته ژمن دی، چې نن یې د پینځه چکډمونو د جوړیدو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره پلي شوي او په راتلونکي کال کې به هم د میدان وردګو ولایت په دریو نورو ولسوالیو کې ورته چکډمونه جوړ شي.
یاد چکډمونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د کنترول او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.

