د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معينيت له لوري د کابل په انټرکانټيننټال هوټل تالار کې د یاد وزارت د مرکزي او ولایتي رییسانو ترمنځ ”د لاښې همغږۍ او تجربو شریکولو“ درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د یاد ورکشاپ په لړ کې د پوهنې وزارت د مرکزي رییسانو او کارپوهانو له لوري د ولایتونو پوهنې مسولینو لپاره پرېزنټېشنونه وړاندې او هغوی ته د ښوونیز کیفیت لا پیاوړتیاو په موخه یو لړ سپارښتنې وشوې.
همداراز د مرکز او ولایتونو پوهنې مسولینو یو له بل سره خپلې تجربې شریکې او د اړوندو ولایتونو د ښوونیز وضعیت په تړاو یې تفصیلي معلومات وړاندې کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله اغا په خپلو خبرو کې دغه درې ورځنى ورکشاپ د ولايتي ریيسانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ لپاره مهم بللی.
نوموړي ولايتي مسولينو ته د اړينو سپارښتنو سربېره، د پوهنې د کيفيت پر لوړوالي د ټينګار ترڅنګ، د هغوى د ستونزو د حل ژمنه کړې٠
ګډون والو خپلې اړوند پوښتنې له مسولينو سره شريکې کړي، چې د تخنيکي کارپوهانو له لوري ورته لازم ځوابونه ورکړل شوي٠
د ورکشاپ په پاى کې د رياست الوزرا پیغام لوستل شوی.

