ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جنوبي کوریا ته د کیم‌جونګ‌اون خبرداری؛ که یې حاکمیت له ګواښ سره مخ شي جنوبي کوریا به له منځه یوسي

د شمالي کوریا مشر کیم‌جونګ‌اون د دغه هېواد له نظامي کارخونو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د سویلي کوریا له لوري د هر ډول پوځي حرکت په صورت کې به د دې هېواد د له منځه وړلو اقدام وکړي.

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي؛ که د جنوبي کوریا جمهوریت د پیونیانګ پر ضد د وسله‌والو ځواکونو د کارولو هڅه وکړي یا د شمالي کوریا ملي حاکمیت او امنیت ته ګواښ پېښ کړي، دوی به له خپلو ټولو وسلو او ځواکونو څخه د سویلي کوریا د له منځه وړلو لپاره کار واخلي.