ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بغلان کې د څه باندې ۶۸ مېلیونه افغانیو په لګښت استنادي دیوالونه او د اوبو دهنې جوړې شوي

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسولینو ویلي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ مؤسسې په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۶۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دیوال او د اوبو د کوچینو دهنو درې پروژې بشپړې کړې دي.

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د پروګرامونو امر انجنیر وسیم رشیدي ویلي؛ د دې ولایت په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ مؤسسې د درې پروژو په چوکاټ کې دوه زره او ۲۶۰ متره استنادي دیوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د یاد استنادي دیوال او د اوبو په دهنو ۶۸ مېلیونه، ۴۴۲ زره او ۱۴۰ افغانۍ لګښت راغلی دی، چې دوه زره او ۷۰۲ تنه ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

د دې دیوالونو او دهنو په جوړېدو سره یو شمیر ځمکې د اوبو د لاندې کولو له خطر څخه ژغورل شوي او دغه راز د اوبو د مدیریت په برخه  کې هم ګټورې تمامې شوې دي.