دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم او د اسلامي امارت د سياسي دفتر مشر له يو شمېر هغو افغان علماوو او استادانو سره لیدنه کړې، چې قطر هېواد ته د مسلمانانو علماوو د نړيوالې ټولنې له خوا د یادې ټولنې په شپږمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره را بلل شوی و.
په پیل کې ډاکټر محمد نعیم د سفارت د کړنو په اړه علماوو او استادانو ته معلومات ور کړي.
همداراز ناسته کې یادو علماوو د نظام د بهبود او پياوړتيا لپاره خپلې مشورې او نظرونه وړاندې کړي.
د اسلامي امارت د سياسي دفتر مشر سهيل شاهين دوی ته د سياسي دفتر د مخينې او اوسنيو کړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي او د دوي سره په لیدنه یې خوښي څرګنده کړې.
ګډونوالو ویلي؛ اوسنی اسلامي نظام د افغان ولس لوی ارمان و او د دې لپاره يې ډیرې قربانۍ ورکړې.
نوموړو زیاته کړې؛ د دې نظام ساتنه د ټولو ګډ مسوليت دی.

