د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د اسلامي علماوو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي؛ چې اسرایل په غزه کې خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې پاتې راغلي او ځواکونو ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې او نورو پوځي لګښتونو سره سره نه دي توانېدلي، چې خپلې اصلي موخې ترلاسه کړي.
هنیه زیاته کړې، چې صهیونست رژیم په غزه کې درې مهم اهداف لري او تر اوسه یې یو هم نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي دغه اهداف په محاصره کې د اسرایلي اسیرانو خوشې کول، د فلسطیني مقاومت له منځه وړل او له خپلو مېنو د فلسطیني وګړو بې ځایه کول یاد کړي دي.
هنیه دغه څرګندونې په داسې مهال کړي؛ چې تازه د راپورونو په اساس د غزې په شمال او ځینو نورو سیمو کې اسرائیلي ځواکونو جګړه راکمه کړې او شننه دا ده، چې ممکن د حماس، حزب الله، حوثيانو او سیمه کې د نورو جهادي ډلو د سختو ګوزارونو له امله کمزوري احساس کړې وي او کوښښ کوي، جګړه را کمه کړي.

