ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت پالیسي، د توپیري چلند پرته د یووالي رامنځته کول او ولس ته غوره خدمتونه رسول دي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د اهل تشیع له لسګونوعلماوو، مخورو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

مخورو او متنفذینو ویلي؛ خوښ دي چې د سرتاسري امنیت په راتګ سره په هېواد کې رغنیزې چارې پيل شوي، یووالي ته کار کېږي او افغانستان د ثبات پر لور روان دی.

نوموړو اسلامي امارت سره د خپلې بشپړې همکارۍ د ډاډ ترڅنګ په غزني او ځینو نورو ولایاتو کې د اهل تشیع هېوادوالو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي امارت پالیسي د هر ډول تبعیض او تعصب له منځه وړل، د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو ترمنځ د یووالي رامنځته کول او خلکو ته غوره خدمات رسول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د مسولینو او ادارو دروازې د ټولو ولسونو پر مخ خلاصې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د اهل تشیع هېوادوالو راغلو علماوو، مخورو او متنفذینو ته ډاډ ورکړی، چې په مشورو او نظرونو به یې غور وشي او ستونزې به یې د حل په موخه له اړونده ادارو سره شریکې شي.