د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ټولګټو چارو وزارت له سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي عصمت الله عاصم او د بېلابېلو ولایتونو له ویندویانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ویلي، په ځینو هغو سیمو کې چې د لارې د بندېدو او واورې ورېدو احتمال ښودل شوی کاري ټیمونه ځای پر ځای شوي او لازم چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي دغه راز د سالنګونو، کابل-کندهار لویې لارې او نورو لویو لارو د جوړېدو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړي. ښاغلي ثاني ویلي، په راتلونکي مالي کال کې به ډېر نور سړکونه او لارې هم د رغېدو په پلان کې شامل کړي.
د ولایاتو ویاندویانو ویلي، د دوی فعالیتونه د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم دوام لري او هڅه کوي، چې له خبریالانو سره په وخت معلومات شریک کړي.
نوموړو همدا راز خپل یو شمېر طرحې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ټولګټو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ فعالیتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ افغان ملت له ۴۵ کلونو وروسته د ارام ساه اخیستې ده او اوس اړتیا ده، چې په رغنیزو پروژو سره یې ستونزې هم کمې شي.
نوموړي زیاته کړې؛ کابل ښار ته په ننوتلو سره په ښکاره ډول محسوسیږي، چې څومره کار شوی او رغنیزې چارې پکې روانې دي.
مولوي عبدالکبیر له رسنیو سره د ویاندویانو په همکارۍ ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ باید رسنیزه خلا رامنځته نشي او د ناسمو تبلیغاتو پر ځای حقیقت نړۍ ته وړاندې شي.

