نویو فارغ شویو فاضلانو او حافظانو ته د دستاربندۍ په مناسبت دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پیغام!
الحمد لله وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى
وبعد: فقد قال الله تبارك وتعالى: يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا یَذَّکَّرُ إِلَّا أُولُو الأَلبَابِ
[البقرة- ٢٦٩]
ژباړه: ورکوي (الله) حکمت (نافع علم سره له عمله) هر چاته چې اراده وکړي د (ورکولو یې) او هر چا ته چې ورکړی شو حکمت (نافع علم سره له عمله) نو په تحقیق سره ورکړی شو (ده ته) خیر ډیر او نه اخلي پند مگر خاوندان د عقلونو (صافو چې د وهم او نفسي غوښتنو شوائب پکې نه وي).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين. [رواه البخاري رقم الحديث ٧١]
ژباړه: چا ته چې الله تعالی د خیر اراده وکړي هغه ته په دين کې پوهه ورکوي.
د مدرسې ټولو شیوخ کرامو، محترمو استاذانو، فارغ شویو فاضلانو، قاریانو، حافظانو او ټولو راغلیو مسلمانانو ته!
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
وبعد: تاسو ستاسو استاذانو او ټولو خپلوانو ته مبارکي وايم، الله پاک دې ستاسو او ستاسو د استاذانو ټولې سعيې او تكاليف قبول كړي. الله جل جلاله مو نصرت او کومک وکړه او الله تعالی مو علم نافع وگرځوه.
محترمو ورونو! په دې کې هېڅ شک نشته چې الله تعالی د علم مدح کړې ده او خير كثير يې بللی دی.
علماوو ويلي دي؛ د كوم علم چې الله تعالى مدح كړې ده، له هغه څخه علم نافع مراد دی چې په ښه پاک نيت سره حاصل شي او عمل ور باندې وشي. د نفس د آفاتو څخه خلاصون په راشي، داسې علم خالص خیر دی او له داسې عالم څخه به په آخرت کې د علم سوال نه کيږي او د الله تعالى د هر قسم عذاب څخه به په امن او سلامتيا کې وي.
هغه علم چې د ریا لپاره وي او د دنيوي جاه او عزت د حصول لپاره وي، د داسې عالم څخه به په آخرت کي سوال او پوښتنه کېږي، چې علم دې دڅه لپاره و؟ دا سوال به يوازي د دې لپاره وي چې عذاب ورکړي، ځکه چې د ده د علم گټه يوازې تر دنیا پورې محدوده ده، په اخرت کي هېڅ گټه نه لري، له ټولو څخه تر مخه جهنم ته ځي.
وروڼو توصیه مو درته دا ده:
۱- په خپل علم عمل مه پریږدئ!
۲- علم د دنيا د حصول ذریعه مه جوړوئ!
۳- ټولو انسانانو ته په خپل علم سره نفع ورسوئ!
۴- په علم سره دعوت الی الله وكړئ!
۵- په خپل علم تعلیم او درس وکړئ!
٦- د اختلافونو څخه ځانونه وساتئ!
۷- د تكبر او لويي څخه ځانونه وساتئ!
۸- په فقهي مجالسو کی گډون کوئ!
۹- په افاده باندې بخل او له استفادې څخه منع مه کوئ!
۱۰- د مشرانو علماوو خصوصاً د خپلو استاذانو قدر کوئ!
۱۱- پر کشرانو شفقت کوئ!
۱۲- درس مه پریږدئ!
۱۳- پر طالبانو باندې رحم کوئ!
۱۴- ښه سبقونه ورته وایاست سبقونه مه ورقضاء کوئ او کتابونه تر پایه ورته وایاست!
۱۵- په شرعي امورو کې د خپلو امیرانو اطاعت کوئ!
۱۶- د الله تعالی ذکر ډیر کوئ!
۱۷. دعاگانې ډېرې کوئ، خصوصاً د اسلامي نظام د بقاء او خپلو امیرانو ته پر شریعت باندې د استقامت او عدالت دعاوې کوئ او موږ ته هم دعاء کوئ!
الله پاک مو حافظ او ناصر شه!
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده

