ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت به د امنیت تامین او خلکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو شورا له ریيس شیخ خیرالله سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د جوزجان ولایت د علماوو شورا ربيس شیخ خیرالله هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنۍ او د امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې جوزجان ولایت کې امنیتي مسولین د امنیت د تامین کوښښ او په ښه او نېک سلوک د خلکو خدمت کوي.

د جوزجان د علماوو شورا رييس د دې په څرګندولو سره، چې اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي، د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې د دې ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د مدرسو، ښوونځيو او دارالایتامونو جوړولو او همدارنګه ځوانانو ته د شغلي فرصتونو برابرولو او د مجاهدینو د ستونزو حل ته زیاته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ علما د نظام ټينګښت او د بېلا بېلو اقشارو په یووالي کې اساسي رول لري، نو اړینه ده، چې د هېواد علما او مشران په دې برخه کې زیات کوښښ وکړي.

د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت به د امنیت د تامین او خلکو ته د اړینو اسانتیاوو په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي او شته امکاناتو ته په پام به یادو وړاندیزونو ته هم رسیدنه وکړي.