ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنيت تامين او ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت لومړيتوبونه دي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ له يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره لیدنه کړې.

یادو علماوو د فارياب ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې سراسري امنيت تامين شوی، خلک خپلو کارونو ته رسېدنه کولای شي او دا د افغان ملت لپاره لوی نعمت دی.

د فاریاب علماوو د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، ترڅو ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو، لیرې پرتو ساحو ته د برېښنا لېږد او د دې ولسوالۍ د سړکونو ترميم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د امنيت تامين او ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت لومړيتوبونه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې؛ اسلامي امارت په پام کې لري چې د هېواد په مختلفو نقطو کې د نويو او لويو پروژو په تطبيق سره خلکو ته کاري زمينه برابره کړي.

دغه‌راز دا چاره به هېواد کې د اقتصادي پراختيا او پرمختګ لامل هم شي.

مولوي عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام سره يادو برخو ته رسېدنه وکړي.