د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۲۳/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۶/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۳۹)کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو (۸۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۹) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۲۹۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې (۲۲) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې (۶۵۰) خوراکه ډوډۍ او (۷۵۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۲۰) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۳۹) تنه غریبکار او (۴۵) تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول (۸۴) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۹۷) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. او نوموړې کمېټې (۲) تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پيدا کړي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۳۵) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۸۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۵) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۴۵۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د سپین بولدک څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴)تنه و، کندهار او هلمند ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې (۳۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۸۰۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۴۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۹۹) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۵۱) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۱) تن د لیسانس سند لرونکی، (۳) تنه حافظان، (۷۶) تنه غریبکار او (۲۳) تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰۴) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۳۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. دارنګه نوموړې کمېټې (۲) تنه ماشومان چې له خپلو کورنو څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلو کورنو ته سپارلي دي.
پکتیکا
آنګور اډې لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د پکتیکا ولایت د آنګور اډې له لارې (۱) کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د آنګور اډې څخه (۱) کورنۍ خپل کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې (۸۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په آنګور اډه او ښرنه کې (۴۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۶۷۴)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۱۱۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې (۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۴۸) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۱۷۲) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې (۴۱) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸)تنه و، تخار، کندز او بلخ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه (۲۵۰۰۰) افغانۍ شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۱۷۱) کورنۍ، (۷۰۷) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۲۱) کورنۍ، (۱۰۶) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۸۶) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۰۷)کورنۍ
تداوي شوي مهاجرین: (۲۸۸) تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: (۳۰۱) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

