د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو ګډو کمېټو لومړنۍ ناستې ترسره او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخوالي او په دې برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د مخکینیو توافقاتو په اړه خبرې وشوې.
دا ناستې چې د دواړو هېوادونو په سرحدي ګمرکونو کې ترسره شوې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه دواړو لورو توافق وکړ، چې د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران طرف ته د درېیو سرحدي ګمرکونو ترمنځ دې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته زیات شي.
همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په موخه توافق وشو، تر څو په ورځني ډول د بار وړونکو موټرونو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي.
په دې ناستو کې افغان خاورې ته د ایراني باروړونکو موټرونو شل ورځنی بندیز هم لرې کړل شو.
همدارنګه دواړو لورو د سوداګرۍ ودې په موخه ځینې ټاکل شوي فیسونه هم لغوه اعلان کړل.
ایران ۱۰۴ ډالر او افغانستان بیا ۵۰۰۰ افغانۍ د خاک پولي فیس لغوه کړ.
د یادونې وړ ده چې د دې ناستو موخه څه موده وړاندې ایران ته د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د رسمي سفر پرمهال له ایراني چارواکو سره د شویو هوکړو تعقیب دی.
ایران ته د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د رسمي سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه یو شمېر هوکړې لاسلیک شوې وې او د هغو تعقیب لپاره د ګډو کمېټو پر ګومارلو هم هوکړه شوې وه.

