میدانوردګ ولایت کې د میدان شهر تولیدي کارخونې د ۹.۵ میلیونو افغانیو په پانګونې سره فعالیت پیل کړ.
یاده کارخونه په ورځني ډول د یو ټن پلاستیکو د تولید ظرفیت لري او د سیمې نږدی دوه سوه کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه پکې برابره شوې ده.
د میدانوردګ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس انجنیر محمد خان ځواک د یادې فابریکې څخه د لیدنې پر مهال یې مسولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

