د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
نن جمعه، د ۲۲/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۵/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې (۴۴)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۰۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۳۱۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له تورخم څخه (۱۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۰)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۷۵۰) خوراکه ډوډۍ او (۸۰۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۴۰) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۴)تنه د بکلوریا سند لرونکي،(۳) تنه د لیسانس سند لرونکي، (۱) تن حافظ، (۲)تنه دیني عالمان، (۴۰) تنه غریبکار او (۵۳) تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰۳) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۶۷) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۳۰) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د سپین بولدک له لارې (۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۲۳۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له سپین بولدک څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶)تنه و، هلمند ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۴۲۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۱۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۱۱) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۵۶) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۲)تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن د لیسانس سند لرونکی، (۴) تنه دیني عالمان،(۵۵) تنه غریبکار او (۱۴) تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول (۷۶) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۷) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. دارنګه نوموړې کمېټې (۱) تن ماشوم چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
پکتیکا
آنګور اډې لار
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور آډه او ښرنه کې (۵۳) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په آنګور اډه کې (۲۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۳۲)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له (۳) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۳۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۲۹) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۹۹) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي مهاجرین: (۹۶) کورنۍ ،(۳۴۷) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (۲۲) کورنۍ ،(۱۰۶) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (۵۷) کورنۍ
ټول تداوي شوي مهاجرین: (۱۳۴) تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: (۳۱۶) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

