ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

نن چهارشنبه، د ۲۰/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۳/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۰) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په تورخم کې (۱۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۹۵۰) خوراکه ډوډۍ او (۸۰۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۳۲) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټه

نن د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسئولینو په همکاۍ (۹) تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړي څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
یاده کمېټه، هغه مهاجرین، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۳) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۴۴) تنه غریبکار او (۵۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰۰) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۴۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۴۰) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې (۵۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۹) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۵۹۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲)تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په سپین بولدک کې (۳۷) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۵۵۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۶۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۶۵) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۵۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۲) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۳) تنه حافظان، (۴) تنه دیني عالمان،(۷۵) تنه غریبکار او (۲۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰۴) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۴۶) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. دارنګه نوموړې کمېټې (۱) تن ماشوم چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

پکتیکا

نن د پکتیکا د آنګور اډې له لارې (۲) کورنۍ، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور آډه او ښرنه کې (۶۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په آنګور اډه کې (۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۷‍۱۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له (۱۲) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۱۲۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په نیمروز کې (۳۷) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۴۱) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۱۶۱) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په هرات کې (۲۸) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي مهاجرین: (۱۰۱) کورنۍ ٫ (۴۶۴) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (۲۴) کورنۍ ٫ (۱۱۳) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (۱۰۱) کورنۍ
ټول تداوي شوي مهاجرین: (۲۶۹) تنه
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۱۷)کورنۍ
توزیع شوي سیمکارتونه: په (۳۲۷) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء