ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر له یو شمېر سیاسي شنونکو سره لیدنه کړې

د ریاست الورزا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر سیاسي مبصرینو او شنونکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې حمیدالله هوتک او معین ګل څمکني د خبرو پرمهال ویلي؛ غواړي د یو شمېر ولسي او نظر خاوندانو په ملتیا چې له حکومت سره د همکارۍ هوډ لري منسجم او له اسلامي امارت سره د همکارۍ په موخه اقدامات وکړي.

دوی زیاته کړې؛ له ‌‌‌‌‌‌ډېرو بهرمېشتو افغانانو سره چې له حکومت سره د همکارۍ او په افغانستان کې د پانګونې تکل لري په اړیکه کې دي او همدارنګه یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو دطرحو کاپیانې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د یادو شنونکو له همکاریو څخه په مننې ویلي، چې د نظام پياوړتیا د مسولینو تر څنګ د ولس همکاریو ته هم اړتیا لري او اسلامي امارت په دغه برخه کې د ولسونو هڅې ستایې.

محترم سیاسي مرستیال مثبتې نیوکې او د حللارو وړاندېز د بدلون لپاره اړتیا بللې او زیاته کړې یې ده، چې حکومت په ورین تندي سالمې نیوکې اوري.