ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست د ساتونکو رسمي یونیفورم پېژند غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست د ساتونکو د رسمي یونیفورم پېژند غونډه نن له غرمې مخکې د سلامخانې ماڼۍ په چمن کې د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د ښوونې او روزنې قومندان محترم سعید احمد احمد زبیر یونیفورم د منسوبینو د تفکیک او نظم لپاره مهم بللی او له مشرانو یې د دغه ځانګړي یونیفورم د انتخابولو له امله مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست ساتونکي د دندې پرمهال له دغه ځانګړي یونیفورم څخه استفاده کولی شي او له مسوولینو یې غوښتي، چې خپل منسوبین او مجاهدین د دغه یونیفورم اغوستلو ته وهڅوي.

ورپسې استاد شعیب د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال د نظام د بقا او دوام لپاره د رهبري هر اړخیزه ساتنه، چې خپل دین، وطن او عقیدې ته وفادار پاتې شوي، یو مهم اصل بللی او ویلي یې دي، چې د دې رهبري ساتنه د اسلام او هېواد ساتنه، د افغانانو ژوند او زموږ فریضه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د الهي نصرت او د مشرانو او مجاهدینو د شهادتونو، زندانونو، سرښندنو او زحمتونو له برکته دغه اسلامي نظام رامنځته شوی او موږ به د نظام، ملت، امت، هېواد، قران، شهیدانو، کونډو او یتیمانو لپاره په سر او مال د دې نظام او رهبري ساتنه کوو.

همدارنګه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د بشري سرچینو رییس مولوي محمد داوود محمدي د دې غونډې په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ پر مجاهدینو لازمه ده چې خپل وخت به عبث نه تېروي، زده کړې به کوي، خپل نظم او ځواک به پیاوړی کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا نظام په ټاکنو، زنده باد، مرده باد او لاریونونو نه، بلکې د مجاهدینو دسرښندنو او قربانیو په پایله کې د شریعت او الهي احکامو د انفاذ لپاره راغلی دی.

دغه‌راز په اسلامي نظام کې د چارو ترسره کول له بهترینو عبادتونو څخه دي او د جهاد په څېر د دې نظام ساتنه پر موږ فرض ده.

ښاغلي محمدي د قران او احادیثو په رڼا کې د یونیفورم او منظم لباس په اړه ارزښتناکې څرګندونې کړې او ویلي یې دي؛ هرڅوک په خپل ځای کې په خپل لباس کې ښه معلومېږي.

مجاهدین به د خپلو امرینو اطاعت کوي او دا ټاکلی لباس باید د ځان لپاره ویاړ بولي. دا عبادت، اطاعت او سرلوړي راز دی.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع یادې غونډې ته د وینا پرمهال په تېرو شلو کالو کې د مجاهدینو سرښندنو او زحمتونو ته په اشارې ویلي؛ الحمدلله له ډېرو قربانیو او هلو ځلو وروسته نن اسلامي نظام راغلی او زموږ مجاهدین د خپلو امراوو غږ ته لبیک وایي او د هغوی خدمت ته حاضر دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د روسانو په مقابل کې افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې، اشغال یې ختم، خو د هغه وخت مشران په دې ونتوانېدل چې د افغانانو له توقع او غوښتنې سره سم اسلامي نظام رامنځته کړي.

مګر د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کې هم امنیت او هم د هیواد حریت بې مثاله و، خو غربي نړۍ ونشو زغملی او د هغه نظام د له منځه وړلو لپاره یې پلمې او دسیسې جوړې کړې.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ویلي، چې د ملت او مجاهدینو د بېدرېغه قربانیو له برکته یو ځل بیا د امریکا او ناټو اشغال په افغانستان کې خاتمه ومونده او اسلامي نظام حاکم شو، نو د هغې تېرې ترخې تجربې د تکرار د مخنیوي لپاره ټول باید په اخلاص د نظام ملاتړ وکړو.

نوموړي د اسلامي امارت له مسولینو او منسوبینو غوښتي، چې د خدای تعالی د رضا لپاره نیتونه پاک او د نظام لپاره قرباني ورکړي.

د ریاست الوزرا د عالي مقام د دفتر لوی رییس په وینا؛ د دغه یونیفورم په انتخاب کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله او محترم رییس الوزرا مشوره اوموافقه شامل دي، نو د مشرانو د اطاعت لپاره به یونیفورم په ځان کوو او د امرینو امر او هدایت به منو.

هر ارګان خپل ځانګړی یونیفورم لري او ډېر بحثونه ورباندې شوي، نو د هر ارګان مجاهدین دې همغه خپل مشخص یونیفورم واغوندي. یو د بل له یونیفورم دې استفاده نه کوي او که څوک ورڅخه غلطه استفاده وکړي، نو جزا به وویني.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست ساتونکو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسې په عادي ځای کې نه یاست، تاسو د اسلامي امارت د عسکرو، اخلاقو او مېلمه پالنې نمونه یاست، نو خپلو اخلاقو، کړو وړو، دیانت او تقوا ته به ډېر پام کوئ.

دغه‌راز پر موږ ټولو لازمه ده، چې د نظام ملاتړ، خدمت او د مشرانو اطاعت به کوو او خدای تعالی دې دا نظام قایم او دایم لري.

په پای کې استاد سیف الرحمن د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست د ساتونکو د عسکري لوړې مراسم ترسره کړل.

مفتي محمود ذاکري یونیفورم چې د لباس او حرکت توحید په کې دی، د اسلام مبارک دین له درسونو او اصولو سره سم بللی او د نوموړي له لوري د دعایې په لوستلو سره د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست د ساتونکو د رسمي یونیفورم پېژندغونډه پای ته ورسېده.