ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او پاکستان ګډو کمېټو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو پر حل خبرې کړې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د پاکستان په اسلام اباد کې د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخند په مشري د افغانستان او پاکستان د ګډو کمېټو ترمنځ شپږمه غونډه ترسره شوه.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ دې غونډه کې د تېرې غونډې په تعقیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې شوې او په دې اړه به ګټور او اړین تصامیم ونیول شي.