په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ایران د اسلامي جمهوریت په کرمان ښار کې د شویو بریدونو له امله له سلو ډېر بېګناه کسان وژل شوي او څه کم دوه سوه نور ټپیان دي.
موږ دا وحشیانه بریدونه په کلکه غندو او یو جنایتکارانه عمل یې بولو. چې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف دي.
د دې بریدونو له امله د دوست هېواد ایران اسلامي جمهوریت او ملت ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.
په سیمه کې د تلپاتې ثبات او امنیت لپاره اړتیا ده، چې ټول اسلامي هېوادونه په ګډه د هغو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې په واحد صف کې ودریږي، چې دوی ورسره مخ دي.
د افغانستان اسلامي امارت دالله تعالی له دربار څخه د ایران په اسلامي جمهوریت کې د خونړیو پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته یې د عاجلې شفا او ورثهوو ته یې د جمیل صبر دعا کوي.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال

