د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (چهارشنبه،د مرغومي ۱۳مه) د اهل تشیع له څو تنو مخورو او مطرحو څېرو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د قومونو او اسلامي امارت پر نږدیوالي د بحث او ټینګار تر څنګ یادونه وشوه، چې هېواد کې د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامې شوې دي.
د اهل تشیع د مخورو په استازولۍ استاد محمد اکبري او د تېرې ادارې د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزیر سید محمد عالمي بلخي ویلي، چې اهل تشیع علما د اسلامي امارت د واکمنۍ ملاتړي دي او په عادي ډول خپل چارې پر مخ وړي.
دوی زیاته کړې، چې له حکومتي مشرانو او مسولینو سره د دوامداره لیدنو په پایله کې د بحث وړ ډېر مسایل حل او لارې چارې ورته لټول شوې دي.
دغهراز د اهل تشیع علماوو یو لړ وړاندېزونه یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له مقام سره شریک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قومونو او اسلامي امارت پر نږدې اړیکو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ هغه حقونه چې په اسلام کې ځای لري اسلامي امارت د هغه د ورکړې مسول دی.
د محترم سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت کې قومي، ژبني او مذهبي مسایل ځای نه لري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې دې مسائلو ته لمن ووهي.
مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع علماوو او مخورو له دوامداره همکاریو په مننې ویلي، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او په هکله به يې مناسبې پریکړې ترسره شي.

