ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سره بحیره کې د امریکايي ځواکونو او حوثیانو تر منځ د کړکېچ دوام؛ د ایران البرز جنګي بېړۍ سیمې ته ننوتلې

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد البرز جنګي بېړۍ د باب المندب تنګي څخه له تېرېدو وروسته سرې بحیرې ته ننوتلې.

یاده ایراني جنګي بېړۍ په داسې حال کې سیمې ته داخله شوې، چې د یمن حوثيانو له لوري د اسراییلو پر لور د تلونکو سوداګریزو بېړیو په نښه کولو سره، په سره‌ بحیره کې د امریکايي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه جنګي بېړۍ د ۸۸ کال له پیل راهیسې په ازادو اوبو کې خپل ماموریت پیل کړی، ترڅو د بېړیو د لیکو امنیت تامین، د سمندري غلو پر وړاندې مبارزه او یو شمېر نور ماموریتونه ترسره کړي.