ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیل خپل یو شمېر سرتېري له غزې تړانګې باسي

یو اسرائیلي چارواکي رسنیو ته ویلي، چې اسرائیل خپل یو شمېر سرتېري له غزې تړانګې باسي.

د یاد اسرائیلي چارواکي په وینا؛ له غزې څخه د ایستل کېدونکو سرتېرو ډله د اسرائیلي ځواکونو ذخیروي سرتېري دي، چې غزه کې د جګړې لپاره بلل شوي وو، خو اوس اړتیا ده، چې بېرته د اسرائیلو د پیاوړتیا په موخه خپلو دندو ته وګرځي.

اسرائیلي چارواکي زیاته کړې، چې د دې سرتېرو یوه برخه به په شمال کې له لبنان سره په پوله ځای پر ځای کړي.

یاد سرتېري داسې مهال بېرته غوښتل کېږي، چې اسرائیل پر غزه د برید له امله له اقصادي ماتې سره مخ دي.

د دې تر څنګ په تل‌ابیب کې زرګونه اسرائیلیانو د یوه لاریون په ترڅ کې د لومړي وزیر نتنیاهو له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه.

له بل لوري پر اسرائیلو د غزې د جګړې دوام له امله نړیوال فشارونه هم مخ پر زیاتېدو دي.