امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د کالیفرنیا په لاس انجلس ښار کې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ په یوه سوداګریز مرکز کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دغه راز په کالیفورنیا کې په یوه بله ورته پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او څلور نور ټپیان شوي.
له دې وړاندې د امریکا د وسلهوالو نښتو د ثبت سازمان (GVA) اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۳ کې امریکا کې تر ۴۲ زره ډېر امریکایان د وسلوالو نښتو له امله وژل شوي دي.
د دې شمېرنو پر اساس امریکا کې په ورځني ډول ۱۱۸ کسان د وسلهوالو نښتو له امله وژل شوي.
د یاد سازمان په وینا؛ په دې موده کې ۳۵ زره او ۷۳۷ کسان نور ټپيان شوي دي.
ویل کېږي، چې امریکا کې د وسلهوالو ګواښونو له امله نږدې ۷۲ سلنه وګړي د ځان ساتنې په موخه وسلې پېري او یا یې د اخیستلو په لټه کې دي.

