نن دوشنبه د جاپان په مرکز کې د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې زلزله شوې.
د دې زلزلې څخه وروسته د یاد هېواد د هوا پېژندنې ادارې په ایشیکاوا، نیګاتا او تویاما ولایتونو کې د سونامي د څپو خبرداری ورکړی دی.
د جاپان دولتي نشراتي ادارې “این اېچ کې” د اشیکاوا ایالت د نوتو ساحلي سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې ژر له خپلو کورونو ووځي.
د راپورونو له مخې؛ د دې زلزلې سونامي امواج د جاپان غربي ساحلونو ته رسیدلي دي.
د راپورونو پر اساس په ایشیکاوا ولایت کې شاوخوا د ۳۲ زره او ۵۰۰ کورونو برېښنا پرې شوې ده.
دغهراز د دې ولایت په ځینو برخو کې ګڼ کورونه هم نړېدلي او ویل کېږي، چې دا زلزله ډېره زیان رسونکې ده او ښايي ډېر تلفات ولري.

