ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نوي زیږدیز کال له پیل سره سم یو ځل بیا غزه کې نښتو زور اخیستی

راپورونو د غزې د روغتیایي چارواکو له قوله ویلي؛ صهیونیستي پوځ یو ځل بیا د غزې په مرکزي سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې شاوخوا ۳۵ کسان په شهادت رسیدلي.

پر دې سربېره اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د نوي زیږدیز کال له پیل سره سم د حماس له لوري په تل‌ابیب ښار توغندیز بریدونو شوي.

ویل کېږي، چې یاد بریدونه مرګ‌ژوبله هم لري، خو د صهیونیستي رژیم له لوري یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دې تر څنګ د نړۍ په بېلا بېلو لویو ښارونو کې د فلسطین پر ملاتړ او د اسرایلو پر ضد لاریونونه شوي او د صهیونیستي رژیم روان وحشت یې غندلی او ژر تر ژره یې د درېدو غوښتنه کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې پرون د اسرائیلو په پلازمېنه تل‌ابیب کې هم زرګونه اسرائیلي وګړو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد لاریون کړی و او له واکه یې د نوموړي د ګوښه‌کېدو غوښتنه کړې وه.

نتنیاهو تورن دی، چې د خپلې سیاسي بقا لپاره غزه کې د جګړې اوږدول غواړي.