مالیې وزارت وایي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه مخکې پر دولتي ادارو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ورکړه پیلوو.
د یاد وزارت چارواکي وایي؛ په تېره اداره د قرضونو ورکړې میکانیزم د رییسالوزرا له لوري منظور شوی، چې له مخې به یې حقيقي اشخاصو ته د قرضونو۱۰ سلنه ورکړل شي.
مالیې وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په تېره اداره د حکمي او حقيقي اشخاصو، مقروضیتونو ، طلباتو او تضميناتو د ورکړې میکانیزم منظور کړی، چې له مخې به یې د مقرضیتونو د ورکړې لړۍ پیل شي.
د چارواکو په وینا؛ د ۲۶ ادارو مقروضیتونه تثبیت شوي، چې د روان کال تر پایه به ورکړل شي.
د دې وزارت چارواکي زیاتوي؛ پاتې ادارې چې تر اوسه یې د طلبات او تضمينات مقروضیتونه نه دي تثبیت شوي، له تثبت وروسته به یې د حقيقي اشخاصو مقروضیتونه ورکړل شي.
ولي جان محزون

