د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
نن شنبه، د ۱۶/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۹/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې (۶۱)کورنۍ هېواد ته ر استنې او د نوموړو کورنیو (۱۴۴) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۴۴۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له تورخم څخه (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۵)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۷۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په تورخم کې (۵۰) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. یادې کمېټې په عمري کمپ کې (۱۵۰) خیمې درولې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۱۶۰۰) خوراکه ډوډۍ او (۸۵۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۴۸) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۵۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټه
نن د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسئولینو په همکاۍ (۴۰) تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړي څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
یاده کمېټه، هغه مهاجرین، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۲) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲) تنه حافظان، (۵۳) تنه غریبکار او (۴۳) تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰۰) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۶۵) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۳۰) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د سپین بولدک له لارې (۵۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۴) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۵۴۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له سپین بولدک څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶)تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په سپین بولدک کې (۳۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. او یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۱۰۰) خیمې درولې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۶۷۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۴۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۲۹۷) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۸۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۴) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۴) تنه دیني عالمان،(۶۴) تنه غریبکار او (۱۹) تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول (۹۱) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۴۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. همدارنګه یادې کمېټې (۳) تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.
پکتیا
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په پکتیا کې (۴) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
پکتیکا
آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
نن د پکتیکا ولایت د آننګور اډې له لارې (۲) کورنۍ، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د پکتیکا ولایت د آنګور اډې په لار کې له (۲) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۲۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له آنګور اډې څخه (۲) کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن مهاجرینو ته په آنګور اډه او ښرنه کې (۶۱)خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن د آنګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۷۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په نیمروز کې (۳۰) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۴) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۹۳) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له کابل څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴)تنه و، ګردیز او فاریاب ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه (۱۲۰۰۰) افغانۍ شوې ده.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي مهاجرین: (۱۳۸) کورنۍ، (۴۹۱) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (۳۶) کورنۍ، (۱۹۹) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (۱۰۰) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۲۳)کورنۍ
توزیع شوي سیمکارتونه: (۳۵۰) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

