ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له قومي، ژبني او سمتي توپير پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن (شنبه، د مرغومي ۹مه) په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر او ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د قومونو مشرانو، علماوو او ځوانانو د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او سیاستونو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل؛ حکومت په کمه موده کې ډېر بنیادي کارونه ترسره کړل، چې د ولسونو د هوساینې سبب شوي.

دوی له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دیني او ملي مسولیت وباله او د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره یې هر راز همکارۍ ته چمتووالی وښود.

هغوی د خپلو سیمو یو لړ ستونزې د حل په موخه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له قومي، ژبني او سمتي تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري.

نوموړي زیاته کړه؛ الحمد الله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم، په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین او د هېواد هرې سیمې ته ودانیزې چارې په نظر کې نیول شوې دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ اوس د دې وخت راغلی چې ټول افغانان د هېواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي.

مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړونده ادارو سره په همغږۍ حل شي.