د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
په پیل کې علم خان ازادي د قومي مشرانو او حاجي محمد سرور د بلخ ولایت د متنفذینو په استازولۍ په یاد ولایت کې د بېلا بېلاو په ځانګړي ډول اجتماعي او اقتصادي وضعیت او د امنیت د تامین په اړه خبرې کړې او د اسلامي امارت فعالیتونه او کړنې یې ستایلي دي.
علم خان ازادي ویلي، چې بلخ ولایت کې هیڅ راز امنیتي ستونزه نشته او د خلکو مال او ناموس خوندي او په خپله ولسونه په بشپړ امنیت کې ژوند کوي.
دغهراز له څه باندې څلوېښت کلونو وروسته د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په دوره کې موږ د افغانستان ولسونه خپلواکي او استقلال لرو.
دوی د خپلو خبرو په پای کې د هېواد په ځانګړي ډول د بلخ ولایت بېوزله خلکو ته د کارموندنې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د لازیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د حکومت په توګه خپل مسؤلیت ګڼي، تر څو د هېواد په کچه امنیت تامین او د خلکو له مال، ناموس او د دوی د شرعي او اساسي حقونو ساتنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپل توان په حدودو کې د هېواد کړېدلي ولسونو ته د کار موندنې او دوی ته د لازمو اسانتیاؤ ایجاد ته متعهد دی او په دې برخه کې به خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نکړي، ځکه افغانستان زموږ د ټولو افغانانو ګډ کور دی او موږ ټول دا اسلامي او وطني مسولیت لرو ترڅو په ګډه خپل هیواد اباد کړو.

