ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

نن جمعه د ۱۵/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۸/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې، سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې (۶۸)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۵۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۰) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۴۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه (۲۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۵)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۲۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۱۹۰۰) خوراکه ډوډۍ او (۸۵۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۵۰) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۷۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټه

نن د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسئولینو په همکاۍ (۱۰) تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړل څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
یاده کمېټه، هغه مهاجرین، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۲) تنه د لیسانس سند لرونکي، (۴۸) تنه غریبکار او (۶۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۱۴) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۵۴) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۳۰) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې (۴۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۰) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۴۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵)تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته (۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۶۷۶) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۹۶) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی،(۴) تنه حافظان، (۷) تنه دیني عالمان،(۱۲۰) تنه غریبکار او (۲۴) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۵۶) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

نن د پکتیکا ولایت د آننګور اډې له لارې (۲) کورنۍ، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د پکتیکا ولایت د آنګور اډې په لار کې له (۲) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۲۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن مهاجرینو ته په آنګور اډه او ښرنه کې (۴۶)خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د آنګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۳۲)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له (۵) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۵۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۲۹) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۹۹) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي مهاجرین: (۹۹) کورنۍ، (۴۸۴) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (۳۱) کورنۍ، (۱۵۲) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (۸۷) کورنۍ
توزیع شوي سیمکارتونه: (۴۰۰) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء