ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د قراقستان له سفیر سره لیدنه کې؛ دواړه هېوادونه باید په بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي

د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین گیلدییف لیدنه وکړه.

په پيل کې د بهرینو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان سفیر ته ښه راغلاست ویلی او د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر یې مثبت او دواړو ملتونو په ګټه بللی دی.

کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین گیلدییف خوښي څرګنده کړې، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې لري.

نوموړي ویلي، چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.

همداراز ښاغلي سفیر د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ خبر ورکړی، چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د هغې تحریم شوو ګروپونو له لسته وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان له حکومت څخه مننه کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي اقداماتو ته مخه کړې ده.

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه کړې، چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هیوادونه باید بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.