د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران اسلامي جموریت څخه راغلو لیکوالانو، د حکومتي او ازادو رسنیو مسولینو، څېړونکو، ژورنالیستانو او متخصصینو لیده کړې.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چاور سرپرست وزیر افغانستان ته د هغوی له راتګه هرکلی کړی او د افغانستان په هر اړخیز وضعیت، راغلو پرمختګونو او بهرنۍ اقتصاده محوره خپلواکه پالیسۍ په اړه یې تفصیلي خبرې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې اوس د افغانستان په بهرنۍ تګلاره کې یوازې دیني او ملي منافع پالل کېږي او یاده تګلاره د هېچا تر اغیز لاندي نه ده.
همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان کې له څلورو لسیزو ناخوالو وروسته رامنځته شوی مرکزي نظام، تامین شوی امنیت، د ملي یووالي ټینګښت، تعصباتو او نشهيي توکو کښت او قاچاق لم منځته وړل د اسلامي امارت له سترو لاسته راوړنو بللي دي.
ښاغلي متقي دغه راز ایران هیواد د افغانستان ښه ګاونډي یاد کړی او تهران او مشهد ته یې خپل وروستي مثبت سفر ته په اشاره زیاته کړې، چې د افغانستان-ایران دوه اړخیزې اړیکې د تقویت او پراختیا اړخ ته روانې دي او دا د دې ښکارونديي کوي، چې د دواړو هېوادونو راتلونکی به روښانه وي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز د هېواد په جغرافیوي اهمیت، واخان کریډور پر پلان، ټرانزیټي پراختیا او افغانستان د سیمي او نړۍ ترمنځ د نښلون په تړاو د ایران او افغانستان په مشترکو ګټو رڼا خبرې کړې دي.
له ایران څخه راغلي پلاوي په نوبت خبرې کړې او خپلې پوښتې یې مطرح کړې دي.
یاد پلاوي افغانستان ته خپل راتګ مثبت ارزولی او د افغان حکومت له مېلمه پالنې او ځانګړې پاملرنې یې مننه کړې.
دوی څرګنده کړې، چې افغانستان ته په راتګ سره یې له فعلي وضعیت او راغلو پرمختګونو څخه مثبت انځور او تاثرات اخیستي، چي د خپلو قلمونو او رسنیزو ادرسونو له لارې به یې له ایراني ولس او نړیوالو سره په بې پرې ډول شریک کړي.

