د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د سوداګرو او کسبګرو ټولنې له غړو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د سوداګرو او کسبګرو پر لاسته راوړنو، د هغوی پر وړاندې په شته ستونزو او د سوداګرۍ او صنعت په روان وضعیت خبرې شوې.
د یادې ټولنې غړو ویلي، چې د تېر په پرتله یې ستونزې کمي او اقتصادي رشد یې ښه شوی دی.
دوی د اسلامي امارت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو او سیاسي ملاتړ له امله مننه کړې ده.
هغوی ویلي، چې لا هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان سوداګرو د ګڼ شمېر کانتینرونو او مالونو نامعلوم برخلېک ورته زیان رسولی او اړتیا ده چې اسلامي امارت په دې برخه کې اقدامات وکړي.
یادو سوداګرو دغه راز د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ لخوا د مالیاتو د راټولولو د نیمګړتیاوو او سلنې د راټېټیدو په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغان پانګوال او سوداګر ستایلي، چې افغانستان کې پانګونه او سوداګري کوي.
نوموړي ویلي، چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا له خصوصي سکټور پرته ناممکنه ده او زیاته کړې یې ده، چې حکومت د اسلامي اصولو پر بنسټ ټولو بهرنیو او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول خپل مسولیت بولي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې د افغانانو مالیات د هېواد په رغونه او بنسټونو لګول کېږي، په دې برخه کې باید هېوادوال د فساد او یا ضایع کېدو اندېښنه ونه لري.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د سوداګرو په وړاندیزونو به له اړونده ادارو سره غور وکړي.
نوموړي ویلي، چې که څه هم حکومت نوی او د پرمختګ په حال کې دی، خو بیا هم د اسلامي امارت رهبري به د سوداګرو د ملاتړ په موخه د مالیاتو تنظیم ته پام وکړي.

