د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت اړوند د وزارتونو او ادارو له ویاندویانو او رسنیزو مسولینو سره لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو د رسنیزو چارو مسولینو، د اطلاعاتو د لاسرسي، له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د اړیکو، د چارو د همغږۍ او رسنیز بهیر خبرې وکړې.
هغوی ویلي، چې له ملي او نړیوالو رسنیو سره د اطلاعاتو پر شریکولو سربیره د اړونده ادارو ټولنیزي پاڼې او چاپي رسنۍ هم د عامه پوهاوي په موخه د چارواکو او ادارو فعالیتونه په منظم ډول خپروي.
دوی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په رڼا کې د ټولو ادارو او وزارتونو د رسنیزو مسولینو او رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته شوې او د کار د اغېزمنتیا په موخه څو ځلې ګډې ناستې هم شوې دي.
دغو ویاندویانو څرګنده کړې، چې د افغانستان په اړه د یو شمېر بهرنیو رسنیو د منفي او له حقیقت څخه د لرې او دوامداره خپرونو سربېره هغوی په خپل کار کې بریالي نه و او د اسلامي امارت لاسته راوړنې، پرمختګونه او د هېواد ریښتینی انځور پر وخت خپور او نړۍ ته رسول شوی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت نشراتي برخه خورا مهمه بللې او د دې برخې د ټولو کارکوونکو له هڅو یې مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د ادارو او وزارتونو ویاندویان او رسنیز همکاران دې هڅه وکړي، تر څو د اسلامي امارت رسنیز ډګر لکه د شل کلنې مبارزې پر مهال هماغسې برلاسی وساتي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ دا مهمه ده چې خلکو ته د ټولنې واقعیتونه او د اسلامي امارت لاسته راوړنې په وخت سره ورسېږي.
نوموړي ټينګار کړی، چې له رسنیو سره به یې سالمه همکاري پراخه او لا دوامداره شي.
دغه راز له رسنیو یې هم غوښتي، چې د ټولنې واقعیتونه منعکس کړي، ځکه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي.
د ریاست الوزرا دسیاسي مرستیال په وینا؛ سیاسي کمیسیون هڅه کوي تر څو د اسلامي امارت د نشراتو د پراختیا او اغېزمنتیا په موخه اړین ګامونه واخلي، چې اطلاعاتو ته لاسرسی او د ادارو نشراتي هڅې به لا ورسره چټکې شي.

