ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ایراني مقاماتو لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا خبرې شوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبير د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره چې تازه د ایران له سفر څخه بېرته هېواد ته راستون شوی، لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزير ایران ته د خپل سفر په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته هر اړخيز معلومات ورکړي او خپل دغه سفر  یې له لاسته راوړنو ډک بللی.

مولوي امير خان متقي ویلي، ایران ته د سفر په لړ کې د هغه هېواد له یو شمېر مقاماتو سربېره يې په تهران او مشهد کې له افغان دیپلوماتانو او مېشتو افغانانو سره هم لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ایران د افغانستان دوست هېواد یاد کړی او ویلي يي دي، له ایراني مقاماتو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا خبرې کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبير د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست څخه په مننې ویلي، اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران سره ښې اړیکي لري او غواړي په راتلونکي کې دا اړیکي نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.