د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع ویلي؛ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د الکترونيکي تذکرو د وېش څانګو له لارې د روان کال په لیندۍ مياشت کې ۴۰۷ زره او ۲۶۲ تنو هېوادوالو ته الکترونيکي تذکرې وېشلې دي.
نوموړی زیاتوي؛ له دې ډلې په لیندۍ مياشت کې په کابل ولايت کې ترټولو ډېرې ۵۳ زره او ۳۷۶ الکترونيکي تذکرې هېوادوالو ته وېشل شوې دي.
د نوموړي په وینا؛ تر کابل وروسته په هرات ولايت کې له ۵۱ زرو زیاتې، په کندهار ولايت کې تر۲۰ زرو ډېرې او په ننګرهار ولایت کې نږدې ۱۸ زره الکترونيکي تذکرې وېشل شوې دي.
همدارنګه له يادو ولايتونو وروسته بلخ ولايت د ۱۴ زره او ۵۰۰ الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره، هغه ولايت دی، چې د لیندۍ په مياشت کې يې هېوادوالو ته ډېرې الکترونيکي تذکرې وېشلې دي.
د اسلامي امارت تر حاکمېدو را په دې خوا ۶ میلیونه او ۲۳ زرو هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.

