د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دولسمه غونډه تېره ورځ دوشنبه (جمادی الثاني ۱۱مه/مرغومي ۴مه) د ریيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
ياده غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه او د اجنډا پر اساس په مختلفو موضوعاتو بحثونه وشول او اړین تصميمونه ونيول شول.
غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د کندهار د جامعه عمر مسجد پاتې چارې پیل او د چارو پر مخ وړولو لپاره يې یو باصلاحيته پلاوی وګوماري.
دغه راز د کابينې په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشري د اطلاعاتو او کلتور، کرنې او مالداري وزارتونو، چاپيريال ساتنې، ابرساني او کابل ښاروالۍ استازو ته دنده وسپارل شوه، چې د پینځم مکروریانو هستوګنيز ښارګوټي پروژې پاتې چارو د بیا پیلولو په اړه دې د ګمارل شوې کمیټې راپور تر نظر تېر او یوه جامع حل لاره دې ورته ولټوي.
همدا رنګه د چارو ادارې لوی رياست په سرپرستۍ کې د هغه پلاوي نظر تائيد شو، چې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د رییل ټایم سیسټم څخه یې لیدنه کړې وه او پرېکړه وشوه چې یادې چارې باید په چټکۍ سره بشپړې شي.
د کابينې دا غونډه د نظام د لا استحکام او مسلمانانو ته د خير او ښېرازۍ په دعا پای ته ورسېده.

