د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني او د دغه وزارت یو شمېر مرستیالانو د جاپان هېواد، سسکاوا سولې بنسټ له پلاوي سره لیدنه وکړه.
یاد پلاوي کې د جاپان سوسکاوا سولې بنسټ مشر اتسوشي سونامي، د یادې موسسې غړی او افغانستان لپاره د یوناما پخوانی مشر تدامیچي یاماموتو او د دې بنسټ یو شمېر غړي شامل و.
د پلاوي مشر اتسوشي سونامي د سرتاسري امنیت په ګډون بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او په وینا یې تمه ده چې د اقتصادي ستونزو په ګډون ډېر ژر ځینې شته خنډونه هوار شي.
د سونامي په وینا د افغانستان د ستونزو حل په موخه د حکومتي چارواکو او بنسټونو ترمنځ د اړیکو په څېر د غیر دولتي موسسو او اشخاصو ترمنځ هم د بېلابېلو ناستو ترسره کېدو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان ستونزې د بېلابېلو لارو په پام کې نیولو سره د حل وړ دي او د هوارېدو سره به یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ شته واټن له منځه لاړ شي.
دغه پلاوي افغانانو سره د یوناما له لارې د جاپان هېواد له لوري د لا ډېرو مرستو ترسره کېدو هیله ښودلې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي؛ جاپان، په سختو حالاتو کې افغانانو سره مرسته کړې او زیاته کړې یې ده، چې دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې د ناکامورا په څېر د مخورو او خواخوږو انسانانو له کړنو اغېزمنې دي.
ښاغلي حقاني افغانستان ته د سسکاوا او ورته نهادونو د متخصصینو راتګ مثبت بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې دا بنسټونه د هېواد د وضعیت په سم او واقعبینانه تحلیلولو نورو ته سم او روښانه تصویر وړاندې کړي.
خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې؛ د بهرنیانو له خوا رامنځته شوي محدودیتونه د بشري اړتیاوو د تراژیدي لامل ګرځي، حال دا چې د افغانانو اساسي بشري اړتیاوې باید له سیاسي مسایلو څخه په جلا توګه وارزول شي.
نوموړي ویلي، اوږدمهاله سیاسي مسایل د خبرو، تفاهم او دوه اړخیزو اړیکو له لارې د حل وړ دي.

