پوهنې وزارت ویلي؛ په تېرو شپږو میاشتو کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه ښونځي جوړ کړي او لسګونه نورو یې کار روان دی.
د پوهنې وزارت ویاند احمد منصور حمزه ویلي؛ کاري ډلې یې ولایتونو ته د سروې لپاره سفرونه کړي او د ټولنیزې ارزونې تر بشپړېدو وروسته به هغو سیمو ته هم د پوهنې خدمتونه پراخ شي، چې تر دې وړاندې ورته لاسرسی محدود و.
ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د یو داسې نسل روزنې پلان لري چې د دین او هېواد لپاره ګټور تمام شي.
د چارو شننوکو ویلي؛ اوس چې د پوهنې لپاره مناسب چاپېریال رامنځ ته شوی، اسلامي امارت باید لرې پرتو سیمو کې د ښونځیو جوړولو ته لمړیتوب ورکړي.
پوهنې وزارت ویلي؛ د ښونځیو د ودانیو جوړولو ترڅنګ یې د زده کړو پر کیفیت تمرکز زیات کړی او د ښوونکو د ظرفیت لوړونې ترڅنګ یې زده کوونکو ته د عملي زده کړو سهولتونه برابر کړي دي.
اسرار وصال

