هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس عبدالله اکبري ویلي؛ د هرات ولایت په همکارۍ په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ، کرنې او مالدارۍ، چاپېریال ساتنې، او اقتصاد ریاستونو او دغه راز د سوداګرې خونې، صنعت کارانو خونې، سوداګرو او نورو د مشورو وړ کسانو په ګډون یې دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو د پراختیا په موخه د یو مناسب ځای پر غوره کولو، مشورتي ناسته کړې.
په دغه مشورتي ناسته کې، د مناسب ځای او اغېزمنو برخو لکه؛ د اوبو سرچینو، انساني سرچینو، سړکونو ته لاسرسي، د برېښنا انرژۍ ته لاسرسي، ټاپي پروژې ته په لاسرسي، راتولنکو پراختیایي ساحو، د بار او لېږد اسانتیاوو، ټرانسپورټ، چاپېریالي اغېزو، خځلو او د صنعت د فاضله اوبو په تړاو خبرې شوي.
عبدالله اکبري زیاته کړې؛ د هرات په شمال برخه کې دشت حوض، په سویل لوېدیځ کې د ګذرې ولسوالۍ په سرخه کاریز، او د هرات په لوېدیځ کې د زنده جان ولسوالۍ ترکه دښتې، هغه ځایونه وو، چې د مثبتو او کمزورو نقطو په اړه یې بحثونه شوي.
په ناسته کې، د صنعتي پارک د څانګو وېش په تړاو هم خبرې شوي، چې د سترو، منځنیو او کوچنیو پانګوالو او صنعت کارانو او دغه راز د بېلا بېلو تولیداتو او پروسس لپاره برخې جلا شي.
ناسته کې بحث شوی، چې باید کرنیزې ځمکې په صنعتي بدلې نه شي، خپل سرې پراختیا رامنځته نه شي او هغه سیمې چې په راتلونکي کې د ښاري پراختیا لپاره په پلان کې نیول کیږي، صنعتي برخې په کې شاملې نه شي.

